د کمېټې غړي
  • Register

د (MEC) کمېټې د غړو ژوند لیک

comittee

کمیټه د فساد پروړاندې د شپږو غښتلو متخصصینو څخه جوړه شوې چې د غړو ټاکل یې دیوې پروسې له لارې چې د نړیوالې ټولنې او د افغانستان د حکومت له لارې سرته رسیږي، ټاکل کیږي. د کمیټې مشري په هرو شپږو میاشتو کې د افغاني او نړیوالو غړو ترمنځ دوران پیدا کوي

 

اغلې هیلینا ملکیار په افغانستان کې د دولت جوړونې او سیاسي پراختیا په برخه کې د څه دپاسه دوو لسیزو لپاره د یوې اکاډمیکې، علمي، کارپوه شخصیت او ګډونوالې په توګه کار کړی دی. په داسې حال کې چې د اغلې ملکیار علمي څیړنه  په افغانستان کې د دولت جوړونې او عصري کولو په محور باندې څرخي، خو د ۱۳۸۰ کال راهیسې نوموړې په بیلابیلو برخو لکه د مرکزي حکومت سره د اړیکو د تامین، د سیمه ایزو ارګانونو د ظرفیت جوړونې او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP)، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) او د امریکا دمتحده ایالاتو نړیوالې پراختیایي ادارې (USAID) په ګډون له یو شمیر نړیوالو سازمانونو سره په بیلابیلو پروژو باندې کار کړی دی. د نوموړې د هغو علمي آثارو او لیکنو سربیره چې په نړیوالو علمي ژورنالونو کې خپرې شوي دي، په دې وروستیو کلونو کې اغلې ملکیار د یو شمیر خبري او رسنیزو ویب پاڼو په ګډون د الجزیرې، د اقتصادي مالوماتو واحد(EIU) او راډیو آزادۍ لپاره د افغانستان د روانو چارو په هکله تحلیلي مقالې لیکي. اغلې ملکیار خپل د دوکتورا چارې بشپړې کړې دي او د منځني ختیڅ په ژبو او ادبیاتو او اسلامي څیړنو کې یې خپله ماسټري د نیویارک پوهنتون څخه  اخیستې ده. او همدارنګه په یاده برخه کې یې په اریزونا پوهنتون کې د لیسانس تر کچې زدکړې کړې دي. نوموړې اوس مهال د کمیټې نوبتي مشره ده.

ښاغلی جاوید نوراني د یو مخکښ مدني فعال په توګه د افغانستان د کانونو د سکتور په بیلابیلو برخو کې د روڼوالي او حساب ورکونې د تامین په تړاو د پام وړ هلې ځلې کړي دي. نوموړی د لویو سرویګانو او  څیړنیزو پروژو په پلي کولو کې  ځانګړې او پراخه تجربه لري او تر اوسه یې بیشمیره مقالې او لیکنې چاپ او خپرې شوې دي. ښاغلی نوراني، دمګړۍ د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) د بشري پراختیا د راتلونکي رپوټ  مخکښ لیکونکی دی.نوموړي په افغانستان، هندوستان او پاکستان کې د بیلابیلو سیمه ایزو او نړیوالو مشورتي شرکتونو سره په څړنیزو پروژو لکه حکومتوالۍ، امنیت، پراختیا، شخړه او طبیعي سرچینو کې کار کړی دی. ښاغلي نوراني د شخړو د شننې او سوله پالنې په برخه کې د هندوستان د نوي ډهلي د جامعه ملیه اسلاميه (Jamia Millia Islamia) پوهنتون د نیلسون ماندیلا د سولې او شخړو د هوارۍ د مرکز څخه خپل دیپلوم او ماسټري اخیستې ده. همدارنګه نوموړي خپل د لیسانس سند په نوي ډهلي کې د شري رام (Shri Ram) د تجارت او سوداګرۍ له پوهنتون څخه ترلاسه کړی دی.

ډاکټر سلاګجانا تیسیوا د ۲۰۱۵ کال د نوامبر په ۲۸ د څارنې او ارزونې له کمیټې سره یوځای شوه. میرمن سلاګجانا د مالي جرمونو،فساد او د پلان شویو جرمونو کارپوهه ده. نوموړې په مقدونیه کې د روڼتیا د نړیوال سازمان (TI) بنسټ ایښودونکې او رییسه او په اتریش کې د فساد پر ضد  نړیوالې اکاډمۍ (IACA)د مشورتي او علمي پلاوي غړې ده. ډاکټرې تیسیوا له ۲۰۰۷ څخه ۲۰۱۲ کلونو پورې په مقدونیه کې د فساد سره د مبارزې ایالتي ډلې رهبري کړې، همداراز په ۲۰۰۸ کال کې د مقدونیې جهوریت د اروپایي پوهنتون د مفتشینو او جرم پیژندنې پوهنځې د رییسې په توګه وټاکل شوه. نوموړې له (Sts. Cyril and Methodius) پوهنتون څخه چې د مقدونیې په (Skopje) کې د قانون په برخه کې دوکتورا ترلاسه کړې ده.

 

ډاکټر مارک پیمان د ۲۰۱۵ کال د نومبر په ۲۸ د څارنې او ارزونې له کمیټې سره یوځای شو. ډاکټر مارک پیمان له ۲۰۰۴ کال راهیسې د بریټانیا د روڼتیا نړیوال سازمان د دفاعي او امنیتي پروګرام د رییس په توګه، په امنیتي برخو کې د فساد د مخنیوي لپاره د روڼتیا نړیوال سازمان هڅې رهبري کړي دي. ددې ترڅنګ مارک پیمان د بریټانیا دولت ته تر ډیره د ستراتیژیو او مدیریتي پروګرامونو په برخه کې سلا مشورې ورکوي. ښاغلی پیمان د روڼتیا له نړیوال سازمان(TI) سره له کار کولو وړاندې د شل (Shell) نړیوال نفتي شرکت یو له لوړپوړو مدیرانو څخه وو او شل (shell) شرکت د مالي چارو ریاست یې د افریقا په لویدیځ او چین کې پر مخ بیولو. ښاغلی پیمان د لویدیځې استرالیا له پوهنتون څخه دوکتورا ترلاسه کړې او د (Association of Chartered Certified) نړیوال پروګرام فارغ دی

S5 Box