له فساد سره د مبارزې خبرونه
  • Register

ملګري ملتونه له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د اصلاحاتو د هڅو د تازه کولو هرکلی کوي

UNAMA کابل، د ۲۰۱۸ کال د مې ۱۵مه - د ملګرو ملتونو نوي رپوټ چې نن خپور شو موندلي چې، د فساد پر وړاندې د مبارزې نوې ستراتیژي   رامینځته کول او د فساد پر وړاندې د مبارزې په اجندا کې د یو شمیر نوښتونو پلي کول، له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان ژمنتیا   په ډاګه کوي.

د شفافیت د څار بنسټ: د ګمرکونو په فساد کې شک نشته

7dalwaد کب ۱۳، ۱۳۹۶: د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ له حکومته غواړي چې د هېواد له ګمرکونو او په تېره د حیرتان له ګمرکه دې د زورواکو لاسونه لنډ کړي.

د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک

 sarag د غوايي ۲۲، ۱۳۹۷: له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکې ګډې کمېټې (MEC) او په   اندونیزیا   کې د اداري فساد د له منځه وړلو کمیسیون (KPK) ترمنځ د روان کال د غوايي په ۱۹مه په   جاکارتا  کې د درې   ورځنۍ غونډې په پای کې، له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان او   اندونیزیا ترمنځ  دوه اړخیز هوکړه   لیک لاسلیک شو.

له اداري فساد سره د مبارزې لپاره په هرات کې لومړنی سمپوزیم جوړ شو

October 14۱۳۹۶ کال د تلې ۲۱:هرات چې د افغانستان فرهنګي پلازمېنه یاديږي. د هرات د امنیتي بحثونو د غونډې کوربه دی. هغه غونډه چې د دولتونو په اړه پکې ملي بحثونو کېږي او ننګونې معلومېږي.
له اداري فساد سره د مبارزې لومړنی سمپوزیم د پرېکنده ملاتړ مأموریت د قومندانۍ له خوا نن جمعه (د تلې پر ۲۱ مه) په هرات ولایت کې ترسره شو.

د کانونو وزارت له سرپرستې سره د څارنې او ارزونې کمیټې (MEC) د غړو لیدل.

2sawerد غوایي ۲ ، ۱۳۹۷ کال: له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې کمېټې (MEC) رئیس او کمیشنرانو د خپل ۲۷ ماموریت په لړ کې د کانونو او پترولیم وزارت له سرپرستې آغلې نرګس نهان سره ولیدل.

د پولیسو او خلکو پر نېږدې والي د اجرائیه رییس ټینګار

Ocotober 009۱۳۹۶ د تلې ۱۳: د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویس احمد برمک، د پولیسو او خلکو ترمنځ د واټن پر لیرې کولو ټینګار کوي.

د حکومت احرائيه رییس عبدالله عبدالله وايي تر هغې چې د پولیسو له بنسټونو د فساد کوونکي لاسونه لنډ نه‎ شي، خلک به د پولیسو پر کړنو باور ونه کړي.

سیګار د افغان او امریکايي سرتېرو له سوند توکو څخه د لسګونه میلونه ډالرو له غلا پرده پورته کړې

25hamalد وري ۲۵، ۱۳۹۷: د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړې پلټنې اداره یا سیګار وايي چې په مجموعي ډول له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۶ کلونو ترمینځ ۱۵۴ میلونه ډالره غلا شوي دي.

په فساد کې ښکېلتیا خبر ورکول ناشوني کړي- دانش

October 09۱۳۹۶ د تلې ۱۵: د ولسمشر دوه یم مرستیال وایي، په فساد کې د ځینو حکومتي چارواکو ښکېلتیا د دې سبب شوې، چې اطلاعات له رسنیو پټ پاتې شي.

د رسنیو په اړه په جوړه شوې دوه یمه غونډه کې د دولتي ادارو مسوولینو ته د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش وویل، په ځینو ادارو کې د فاسدو چارواکو شتون د دې سبب شوی، چې رسنیو ته معلومات ونه رسیږي.

د برښنا پر ناسمو پروژو څلور میلیارد ډالر لګول شوي

april7د وري ۱۸، ۱۳۹۷: د افغانستان د روڼتیا ادارې موندنې ښیي؛ د هېوادوالو لپاره په تېره یوه لسیزه کې د برښنا پر ناسمو پروژو څلور میلیارد دالر لګیدلي، چې اوس د نا سم مدیریت له ګواښ سره مخ دي.

S5 Box