فساد يوازې په کانونو او قراردادونو کې نه دی

corruption in miningد لیندۍ ۴، ۱۳۹۷: د کانونو سرپرستې وزيرې نرګس نهان پرون رسنيو ته يو لړ سپينې خبرې وکړې. وې ويل چې له اوږدې مودې د کانونو په غير قانوني کيندنو کې وکيلان او د حکومت جګپوړي کسان ښکېل دي.


د شفافيت د څار بنسټ د کانونو د سرپرست وزيرې د خبرو پر تائيد سربېره وايي چې لوی قراردادونه او پروژې د وکيلانو او جګپوړو حکومتي چارواکو لخوا اخيستل شوي او د کانونو د غيرقانوني کيندنو او پاکستان ته يې په قاچاق کې لاس لري.
د دې بنسټ مسوولين وايي چې دا ستونزه په پخواني حکومت کې هم وه او اوس هم شته. د ساري په توګه يې دا ياد کړل چې په پخواني حکومت کې په شمال کې يو لوی قرارداد د چارواکو خپلوانو ته ورکړل شوی و او په دې حکومت کې دوه ستر قراردادونه د حکومت يوه وزير ته چې د يوې سياسي کورنۍ غړی دی ورکړ شوي دي.

واقعيت دا دی چې متأسفانه د افغانستان د شتمنيو تر ټولو ستر لوټماران د دولتي واک په ستنو کې دي او دا چې د حکومتي مقامونو او يا د پارلمان د کرسيو لپاره په لکونو ډالر لاندې باندې کېږي، يو لامل يې همدغه دی چې له دې لارې هم تورې شتمنۍ سپينېږي او هم د لويو قراردادونو ترلاسه کول پکې ممکن دي.
حکومت د ارواښاد پسرلي خبره د بادرنګو په غلو پسې دی، هغوی چې د هېواد معنويت، ملي يووالی، ملي شتمنۍ ټول په سپکو معاملو کې ږدي او پر دې باور نه لري چې موږ يو هېواد يو، شريک تاريخ او هويت او طبيعي شتمنۍ د دې هېواد د ټولو بچيانو شريک مال دی. ټول سرې سترګې ګرځي.

په دغه وضعيت کې هم پخواني او هم اوسني چارواکي پړه دي، خو د بهرنيانو لاس پکې ډېر رول لري، ځکه چې هم د امنيتي وضعيت په تړاو او هم د لويو قراردادونو په برخه کې د بهرنيانو منفي رول ډېر ښکاره دی.
په ټوله کې موخه دا وه چې په افغانستان کې يوه فاسده مافيا داسې را پورته شي چې له اقتصاد تر سياسته هر څه د هغو په لاس کې وي، تر ډېره حده همداسې وشول. څومره چې ياران لوټولای شي پر هغو خپل بانکي حسابونه ډک کړي. پر نورو به له بلک واټر سره معامله وکړي او په هغو کې به هم شريک وي.

پخواني ولسمشر دا ادعا کوله چې زموږ په هېواد کې فساد سياسي دی او بهرنيان پکې لوی لاس لري. سره له دې چې هغه په دې اړه له پړې غاړه نشي غړولای، اوسني ولسمشر له پيله د فساد پر خلاف د مبارزې ډنډورې اوچتې کړې، خو خبره تر پخوا څو چنده په ناوړه لور روانه ده. يوازې کانونه او پروژې نه دي، د هېواد پر هست او بود داسې لوټ او تالان ګډ دی چې اوس دا دي د کابينې برحال غړي پرې ګواهي ورکوي. اوس خو د هېواد د برخليک هر څه په ارګ ور تمامېږي. سبا ته چې د ارګ دننه له رازونو پردې پورته شي، د جفا او فساد په قاموس کې به نويو نومونو او اصطلاحاتو ته اړتيا وي.

سرچینه: ویسا ورځپاڼه

http://www.zoofirma.ru/