له فساد سره د مبارزې خبرونه
  • Register

جاوېد غفور: د ملي اردو ۲۸۰ لوړپوړي افسران تر عدلي تعقیب لاندې دي

former mayor afghanistan maد لیندۍ ۱۲، ۱۳۹۷: ملي دفاع وزارت له فساد سر د مبارزې په برخه کې جدي اراده لري، خلک دې په دې برخه کې له موږ سره مرستې وکړي.


کابل – دفاع وزارت وایي، په تېرو څلورو کلونو کې له فساد سره د دغه وزارت مبارزه جدي وه او په همدې دلیل یې د جنرالانو په ګډون د اردو سلګونه افسران تر عدلي تعقیب لاندې نیولي دي.
د دغه وزارت ویاند غفور احمد جاوید له امریکا غږ سره د خبرو پر مهال وویل چې د لوړپوړو افسرانو محاکمه دا ښیي، چې دفاع وزارت له فساد سره په مبارزه کې ژمن دی.
د هغه په وینا د اردو دغه افسران په کابل، ننګرهار، بلخ او یو شمېر نورو ولایتونو کې په علني توګه محاکمه شوي دي.

جاوید همداراز له خلکو څخه وغوښتل، چې له فساد سره په مبارزه کې له دغه وزارت سره همکاري وکړي او د یاد وزارت اړوند په هره اداره کې چې د فساد موضوعات ویني، رپوټ دې ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه کاله وړاندې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا سر مفتشې ادراې یا سیګار د افغانستان په اردو کې د خیالي سرتېرو له موجودیته خبر ورکړی و.

سرچینه: ویسا ورځپاڼه

خالي بستونه

S5 Box