له فساد سره د مبارزې خبرونه
  • Register

د بي بي سي مستند: افغان چارواکي ولې له خپلو شتمنیو ثبتولو تښتي؟

asset regisد مرغومي ۱۰، ۱۳۹۷: په افغانستان کې د لوړپوړو چاراکو د شتمنیو د ثبت بهیر جدي شوی دی. حکومت غواړي د خلکو دې پوښتنې ته ځواب پیدا کړي چې چارواکو دغه شتمني له کومه کړې؟ د شتمنیو د ثبت او اررزونې ادارې په تېرو شپږو میاشتو کې د شپاړس زره حکومتي مسؤولینو او چارواکو شتمنۍ ثبت کړې دي. خو تر اوسه يې لا یې هم د خلکو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

بي بي سي په دې مستند رپوټ کې د افغانستان د دولت د لوړپوړو چارواکو د ثبت بهیر او ننګونو ته کتنه کړې.

د افغانستان د حکومت له خوا کله چارواکو د دوی د شتمنیو په اړه پوښتو او ګروېږنو ډېری چارواکي وارخطا کړي دي. په وروستیو کې افغانستان له فساد سره مبارزه ګړندۍ کړې ده، حکومت غواړي پوه شي چې چارواکو يې شتمني له کومه راوړې ده.

په دې وروستیو څو میاشتو کې د ډېرو لوړپوړو چارواکو شتمنۍ ثبت شوې دي، خو یو شمېر ډېرو چارواکو چې د پارلمان غړي هم پکې دي، خپلې شتمنۍ لا نه دي ثبت کړې.

د شاوخوا پنځه میلیونه نفوس لرونکي کابل ښار بڼه په دې وروستیو ۱۷ کلونو کي په بې ساري ډول بدله شوې ده. د ښار په هره برخه کې ښایسته اسمان څکې ودانۍ ښکاري.

د دغو جګو ودانیو شاته ډېر عام خلک بیا په خټینو کورونو کې ژوند کوي.
د لوړپوړو چارواکو د شتمنیو د څېړنو او د ثبت ادارې پر لار له دغو جګو ودانیو تېرېږم. ټکسي چلوونکي ددغو ګران بیه لوړپوړو ودانیو په ګاونډ کې اوسېږي.
لکه د ډېرو ښاریانو، ددې ټکسيوان په ذهن کې هم دا پوښتنه ګرځي چې د دې ودانیو مالکانو ددې دنګو ودانیو جوړولو لپاره دومره پیسې له کومه کړې دي.

د خلکو دې پوښتنې ته د ځواب پیدا کولو لپاره د افغانستان د لوړپوړو چارواکو د شتمنیو د ثبت او څېړنې ادارې ته ورغلم.

کومو چارواکو خپلې شتمنۍ ثبت کړې دي؟
ناهید ایثار چې په امریکا کې يې زدکړې کړې دي، د شتمنیو د ثبت د ادارې مشره ده او د چارو د ادارې په چوکاټ کي فعالیت کوي.

اغلې ایثار له خپلو ۳۰ کارکوونکو سره د لوړپوړو چارواکو د شتمنیو د ثبت لپاره مټې بډوهلې دي.

د هغې او د دې له نورو همکارانو سره د لوړ پوړو چارواکو د دوسیو ارشیف ته ولاړو، هلته مو ترې وپوښتل چې کومو چارواکو خپلې شتمنۍ ثبت کړې دي؟

"د افغانستان د اساسي قانون د ۱۵۴ مادې او د تنخاوو د تنظیم د قانون پربنسټ، د شتمنیو د قانون پر اساس درې ګټګورۍ کسان باید خپلې شتمنۍ ثبت کړي: لوړپوړي چارواکي، د دولتي ادارو عمومي رییسان او بل د ادارو مالي او تدارکاتي ټول کارکوونکي. له ثبت وروسته د دوی راکړل شوي معلومات څېړو چې کوم معلومات سم دي او کوم يې غلط دي."

د ولسمشر لومړی مرستیال
په جګپوړو چارواکو کې د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په هغو چارواکو کې راځي، چې خپله شتمني یې د شتمنیو د ثبت او ارزونې له ادارې سره نه ده ثبت کړې.

بي بي سي ته په ځانکړې ډول اجازه ورکول شوې چې دغه زغره لرونکي ځای ته ورشي او ویې ګوري. په دې ارشیف کي تر۱۶ زره زیاتو چارواکو او دولتي مسؤولینو د شتمنیو د اسنادو دوسیې په جلا جلا توګه ساتل کېږي.
قانون همدارنګه ویلي چې چارواکي باید په درو پړاوونو کې خپله شتمني ثبت کړي. د مقررۍ په وخت کې، هر کال او هر وخت چې دننده پرېږدي.

ناهید او همکاران يې ډېر دروند مسؤولیت لري، هغوی باید د چارواکو شخصي چارو کې مداخله وکړي، د هغوی شتمنۍ، د پيسو کچه او ان د کورنۍ د غړو د سرو زرو کچه باید د دغه ارشيف په پنډو دوسیو کې راجستر کړي.

له ناهید مې وپوښتل چې ایا افغانستان کې داسې وزیران شته چې کور ونه لري؟ له څه درنګ ایستلو وروسته یې په موسکا سره وویل: "فکر نه کوم".

د ملي شورا د وکیلانو تشې دوسیې
خو هغه څه چې په دې ارشیف کې موندل، د ملي شورا د وکیلانو دوسيې دي چي تشې پرتې دي. تر اوسه د دواړو جرګو تر نیمايي ډېرو غړو خپلې شتمنۍ نه دي ثبت کړې.
د ولسي جرګې د ۱۶ دورې لومړي مرستیال ظاهر قدیر کابو پنځه کاله مخکې په ښکار خپله شتمني اعلان کړه:

"زما شتمني څه باندې ۳۶۵ میلیونه ډالره ده، هغه وخت ظاهر قدیر وکیل نه و،ځینې وکیلان صاحبان اعتراض کوي چې دا وکیلانو دا موټر له کومه کړل، ظاهر قدیر له خپلي شتمنۍ ۳ سوه ګاډي او څو کورونه لري."

خو نه هغه او نه هم د پارلمان ډېرو نورو استازو د شتمنیو د ثبت د ادارې امر ته غاړه اېښې.

د ښاغلی ظاهر قدیر د دفتر مسؤول ته مې زنګ وواهه چې د قدیر سره د مرکې لپاره وخت ورڅخه واخلم.

د یوې میاشتې انتظار په جریان کې هر ځل مې چې زنګ ورته واهه راته ویل يې چې ښاغلی قدیر په غونډه کې دی یا په سفر کې دی. خپله مې د ښاغلي قدیر د وټسپ نمبر پیدا کړ، هلته مې پیغام ورته پرېښود، تیلیفون کي ښکاره شو، چې زما پیغام يې ولوست، خو ځواب يې را نه کړ.

د وروستي ځل لپاره مې چې د ښاغلي قدیر د دفتر له مشر سره خبرې وکړې، په غوسه شو او تیلیفون يې بند کړ.
لکه د شتمنیو د ثبت د ادارې د کوښښونو په ډول، د پارلمان له نورو غړو سره هم د اړیکو نیولو په تړاو زما هڅې بې پایلې شوې.

اوس له دې ادارې سره د وکیلانو د نه همکارۍ له کبله د پارلمان قضیه جدي پړاو ته ننوتې ده.

د اغلې ایثار همکارانو موږ ته هغه مکتوب راوښود چې په کې له مالیې وزارته غوښتنه شوې وه، د پارلمان د یو شمېر وکیلانو امتیازات د خپلو شتمنیو تر ثبتولو پورې وځنډوي.

مالیې وزارت ته ولاړم، چې د ادارې اوامر د پارلمان د وکیلانو په شان څومره پر زورورو خلکو چلېدلی شي.

د وکیلانو تنخاوې درول
د دې وزارت ویاند شمروز روز خان مسجدي راته وویل:

"څو میاشتې وړاندې د شتمنیو د ثبت ادارې موږ ته مکتوب راستولی و، په هغه کې ویل شوي چې ځینو وکیلانو خپلې شتمنۍ نه دي ثبت کړې، چې پکې د ملي شورا د جرګو غړي او ښاروالان شامل وو، د هغه پربنسټ مو خپل کارونه وکړل او د دوی تنخواوې مو ودرولې او څو ورځي وروسته بل مکتوب راغی چې د ځینو وکیلانو چې خپلې شتمنۍ يې ثبت کړې وې، د هغوی معاشانه بېرته ورکړئ".
ښه، په بهر کې مې هېڅوک پیدا نه کړ چې شمتني يې نه وي ثبت کړي او زما سره مرکې ته حاضر شي، نو په دې اړه مو پارلمان ته مخه کړه، ګوندي هلته د پارلمان یو غړي نا پامه ګیر کړو.

زورور او بډای استازي ډېر کم پارلمان ته راځي. د بدخشان استازي امان الله پیمان مې همکار صفي الله امین زاده ته په یوه مرکه کي وویل، حکومت دغه اداره د سیاسي فشارونو په خاطر د چارو په اداره کې جوړه کړې:

"دا د قانون خلاف کار دی. د دې څخه حکومت غلطه استفاده کوي، دا اداره يې د چارو ادارې ته وړې، له هغې لارې سیاسي استفاده کوي، هره ورځ د سیاسي فشار په خاطر درته نوې دوسيې جوړوي. هرکله چې یو قانوني حکومت راشي، لومړی کس به زه یم چې خپله شتمني ثبت کړم."

په تېرو ۸ کالو کې څو ځلې د چارواکو د شتمنیو د ثبت مسله د ملي شورا په ناستو کې یاده شوې، خو ډېرو وکیلانو بابیزه وګنله.

د اوسنیو وکیلانو له هم پړاوه وکیل بکتاش سیاوش نه مې وپوښتل چې ولې په جرګه کې حساب او کتاب ته لږ دلچسپي ښودل کېږي؟

"شاید د دلچسپۍ نشتوالی د ولس او د وکالت د دندې پروړاندې د ناپاک نیت له کبله وي. فکر کوم د هغه چا پر سړه به غڼې ګډې وي، چې له محاسبې وېرېږي."

د چارو د ادارې په وېبپاڼه کې د یو شمېر لوړ پوړو چارواکو د شتمنیو په اړه معلومات خپاره شوي. خو دلته لیدل کېږي چې ځینو چارواکو اصلاً خپله شتمني نه ده ثبت کړې، یا هم ځینې معلومات پټ کړي دي.

د افغانستان د مشرانو جرګې د مرستیال محمد سالم ایزدیار نور هم په دې نوملړ کې دی.

ډېر حکومتي چارواکي په فساد او د وظيفي څخه په ناوړه ګټي اخیستنی تورن دي.

د شیرپور د کورونو قبالې؟
د شیرپور کورونه چې دروازو کې يې ولسوالو ساتونکي ولاړ وي د حساب او کتاب پرمخ تړلي دي.

د کابل ښاروالۍ ته ولاړم چې ددغو ګران بیه او ښکلیو کورونو د قبالو په اړه معلومات وکړم.

دلته مې سند پیدا کړ چې تر یو بریده د شیرپور د رازونو څخه پرته پورته کوي.

یوازې یو څو قبالې د دې کورونو د څښتنانو په نامه دي.

یو له برحاله وزیرانو څخه په شیرپور کي درې کورونه لري. خو یوازې یور کور د هغه پخپل نامه دی، دوه نور کورونه يې په خپل نوم نه دي ثبت کړي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دورې یو شمېر وزیران چې څو کورونه په شیرپور کی لري، ان یوه کوڅه په دې سیمه کي د یوه وزیر په نامه ده، خو نوم یې د شیرپور د کورونو مالکانو په نوملړ کې نه دی ثبت.

دا یو پخوانی وزیر و چي په شیرپور کې يې خپل کور پر یو برحاله وزیر پلورلی، چې شیرپور کې څو نور کورنه هم لري. دغه وزیر په تیلیفون کي په غوسه راته وویل چې "په ولې پرما پسې یاست، یوازې ما خو دلته کور نه لاره، ډېرو لرل او لري یې، ورشه له هغوی سره خبرې وکړه."

له چارواکو سره حساب او کتاب جدي شوی، د شتمنیو د ثبت د ادارې د یو مسؤول په وینا، د شتمنۍ د ثبت اړوند د دې ادارې فشار ان یو وزیر تر روغتونه رسولی.

د چارواکو د شتمنیو د ثبت او ارزونې د ادارې مشره ناهید ایثار وايي: "زموږ څار یو ډول وېره خپره کړې، ځکه که ثابته شي چې چارواکو د خپلو شتمنیو په اړه ناسم معلومات ورکړي، نو څارنوالۍ ته معرفي کېږي."

خو په کابل کې د دغو میلیون ډالري ښایسته اسمان څکو ودانیو جوړېدل دا روښانوي: هغه زوراکي چې قدرت او پیسي لري بې له وېرې خپلې شتمنې نورې هم ډېروي. ورځ په ورځ د کابل ساحه پر بېوزله خلکو نوره هم تنګوي.
سرچینه: بي بي سي

خالي بستونه

S5 Box