د سلواغې ۲، ۱۳۹۷: د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې آغلې نرګس نهان د دوشنبې په ورځ د یاد وزارت له رییسانو او چارواکو سره د اداري فساد په وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکې ګډې کمیټې (MEC)، د سپارښتنو د پلي کیدو په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.
د څارنې او ارزونې کمیټې د ۱۳۹۷ کال په لیندۍ میاشت کې په کانونو او پټرولیم وزارت کې د اداري فساد د زیان مننو په اړه تفصلي راپور خپور کړ.
په دغه راپور کې د کانونو او پټرولیم وزارت وزارت ته ۱۷۶ ځانګړې او ۱۶ عمومي سپارښتنې شوې دي.
د څارنې او ارزونې کمیټه د کانونو وزارت د دغه ګام هرکلی کوي او په دې برخه کې د کانونو وزارت د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه کوي.