له فساد سره د مبارزې خبرونه
  • Register

له لوړپوړو دولتي چارواکو سره د څارنې او ارزونې کمېټې غونډه

anti corruption fourmد سلواغې ۹، ۱۳۹۷: له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکې ګډې کمېټې (MEC) د یک شنبې په ورځ د ګڼ شمیر دولتي ادارو له لوړپوړو استازو سره په سرینا هوټل کې وکتل.


په دې غونډه کې لومړی د څارنې او ارزونې کمېټې مشر او غړو په نړیواله او ملي کچه د اداري فساد په وړاندې د مبارزې په برخه کې د مثبتو پرمختګونو یادونه وکړه، ورپسې د دولتي ادارو استازو په اړونده ادارو کې د مثبتو پرمختګونو بیلګې له ګډونوالو سره شریکې کړې.
په دې غونډه کې همدارانګه په دې چې ادارې څه ډول د یوبل له بریالیو تجربو ګټه پورته کولای شي ترڅو د ګډو ستونزو په هواري کې ترې کار واخیستل شي، بحث وشو.
دا غونډه له ګډون کوونکو سره مرسته کوي چې د اداري فساد له ستونزو یو روښانه تصویر ولري او د دغو ستونزو په له منځه وړلو کې خپلې هڅې او کړنې په لا همغږۍ ترسره کړي.
د څارنې او ارزونې کمیټه په هرو دریو میاشتو کې یوځل په کابل کې له لوړپوړو چارواکو سره ورته ګډه غونډه جوړوي.

خالي بستونه

S5 Box