له فساد سره د مبارزې خبرونه
  • Register

سیګار د افغان او امریکايي سرتېرو له سوند توکو څخه د لسګونه میلونه ډالرو له غلا پرده پورته کړې

25hamalد وري ۲۵، ۱۳۹۷: د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړې پلټنې اداره یا سیګار وايي چې په مجموعي ډول له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۶ کلونو ترمینځ ۱۵۴ میلونه ډالره غلا شوي دي.

بل خوا د ملي شورا غړي وایې چې د امینتي ادارو په قراردادونو کې پراخ فساد شته او د فساد په ډيری مواردو کې خپله بهرنیان هم دخیل دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار ادارې یا سیګار د یوه نوي راپور په خپرولو سره د هغو لسګونه میلونه ډالرو له غلا پرده پورته کړې چې د افغان او امریکایې سرتیرو له سوند توکو څخه غلا شوې دي.

د سیګار په راپور کې راغلي چې په وروستیو کلونو کې د امریکايي او افغان ملي اردو ځواکونو د اړتیا وړ سوند توکو له پیسو څ باندې ۱۵۴ میلیون ډالر غلا شوي دي.

په راپور کې راغلي چې سوند توکو یا تیلو غلا په یوه سوداګرۍ بده شوې وه او لدې درکه یو شمیر کسان ډيرې زیاتې پيسې لاسته راوړې دي.

ملي دفاع وزارت بیا د تیر په څير د سیګار دغه راپور رد کړئ او وایې چې شوې ادعاوې څيړنو ته اړتیا لري .

خو د ملي شورا غړي وایې چې هم پخوا او هم اوس د امنیتي ادارو په قراردادونو او تدارکاتي پروسې کې پراخ فساد شته چې دې کار افغان ځواکونه د جګړې په ډګر کې له ستونزو سره مخ کړي.

د دوي په وینا چې نه یوازې افغانان بلکې بهرنیانو هم د فساد پدې قضیو کې لاس درلود.

د سیګار رپوټ وايي په افغانستان کې د پريکنده ماموریت ځواکونه پرېکړه کړې چې وروسته له دې به افغان ځواکونو ته د تیلو رسولو چاره دوی په جدي څاري.

دا پداسې حال کې ده چې شنونکي وایې لدې وړاندې هم د فساد په تړاو د سیګار ګڼ راپورونه خپاره شوې خو پایلې یې لاهم ندي خپرې شوې او یا هم ځينو دوسیو ته له سره رسیدګي نده شوې.

سرچېنه: کابل نیوز

S5 Box