له فساد سره د مبارزې خبرونه
  • Register

د کانونو وزارت له سرپرستې سره د څارنې او ارزونې کمیټې (MEC) د غړو لیدل.

2sawerد غوایي ۲ ، ۱۳۹۷ کال: له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې کمېټې (MEC) رئیس او کمیشنرانو د خپل ۲۷ ماموریت په لړ کې د کانونو او پترولیم وزارت له سرپرستې آغلې نرګس نهان سره ولیدل.

په دې لیدنه کې د څارنې او ارزونې کمیټې د کانونو او پترولیم وزارت په کچه د اداري فساد په وړاندې د زیان مننو د ارزونې راپور د پرمختګ په اړه د یاد وزارت سرپرستې ته د معلوماتو ورکولو ترڅنګ، د کانونو وزارت له چارواکو غوښتنه وکړه چې د راپور د سپارښتنو په پلي کولو کې جدي ژمنه وکړي.

د یادونې وړ ده چې د څارنې او ارزونې کمیټې د کانونو او پترولیم وزارت په کچه د اداري فساد په وړاندې د زیان مننو د ارزونې راپور د ۲۰۱۷ کال په نوامبر میاشت کې پیل کړی دی چې د حقوقي چوکاټ، داوطلبي او قراردادونو د ورکړې، عوایدو راټولولو، څارنې او تفتیش په څير د کانونو سکتور سترو برخو ارزونه په کې شامله ده.

S5 Box