له فساد سره د مبارزې خبرونه
  • Register

د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک

 sarag د غوايي ۲۲، ۱۳۹۷: له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکې ګډې کمېټې (MEC) او په   اندونیزیا   کې د اداري فساد د له منځه وړلو کمیسیون (KPK) ترمنځ د روان کال د غوايي په ۱۹مه په   جاکارتا  کې د درې   ورځنۍ غونډې په پای کې، له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان او   اندونیزیا ترمنځ  دوه اړخیز هوکړه   لیک لاسلیک شو.

له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې کمېټې د دارالانشا‌ء سرپرست رئیس او د افغاني پلاوي غړي خیرالله سراج ټینګار وکړ چې له اداري فساد سره د څارنې او ارزونې کمېټه او په اندونیزیا کې د اداري فساد د له منځه وړلو کمیسیون ترمنځ ډیر مشترکات شته له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د یو بل له تجربو زده کړه وکړې.

د څارنې او ارزونې کمېټه په خپلواکه توګه په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې د ملي او نړیوالو هڅو څارنه کوي، د شته تشو په موخه لازمې سپارښتنې کوي او په فعاله توګه د سپارښتنو له پلي کیدو نظارت کوي.

یاده کمېټه له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د اړتیا په صورت کې له نورو ملي او نړیوالو ادارو سره د همکارۍ تړونونه لاسلیک کوي.

S5 Box