له فساد سره د مبارزې خبرونه
  • Register

ملګري ملتونه له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د اصلاحاتو د هڅو د تازه کولو هرکلی کوي

UNAMA کابل، د ۲۰۱۸ کال د مې ۱۵مه - د ملګرو ملتونو نوي رپوټ چې نن خپور شو موندلي چې، د فساد پر وړاندې د مبارزې نوې ستراتیژي   رامینځته کول او د فساد پر وړاندې د مبارزې په اجندا کې د یو شمیر نوښتونو پلي کول، له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان ژمنتیا   په ډاګه کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، تدامیچي یاماموتو وویل: " ملګري ملتونه له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د نه ستړې کیدونکو هڅو کلک ملاتړ کوي. ملګري ملتونه په ځانګړي ډول د ملکي خدمتونو د کمیسیون له خوا په لنډ وخت کې د نویو اصلاحاتو د راوستلو او همدارنګه د فساد پروړاندې د مبارزې د عدلي مرکز د ډیرو فعالیتونو له امله، چې د فساد پیچلې قضیې یې څیړلې دي، هڅیدلي".

د " د فساد پروړاندې د افغانستان مبارزه: له ستراتیژۍ تر پلې کیدو" په نامه له فساد سره د مبارزې په برخه کې د یوناما دویم رپوټ د هغو همکاریو شننه کوي، چې د مدني ټولنې، خپلواکو موسسو او همدارنګه د د حکومت له ټولو دریو اجرایي، مقننه او قضایي قواوو له اړخه تر سره شوې.

رپوټ د ټولو افغانانو د ژوند د ودې په پلوی د عدلي اصلاحاتو د ګړندي کولو اړتیا په ګوته کوي. یاد رپوټ د فساد پر وړاندې د افغانستان د مبارزې نوې ستراتیژي یوه پیاوړې وسیله بولي، خو یادونه کوي چې لنډ مهاله ستراتیژي به محدوده اغیز ولري.

ځانګړي استازي، چې د یوناما مشرهم دی وویل : ” اوس روښانه شوې چې ټول افغان بنسټونه د نړیوالې ټولنې له ټولو برخو سره، اوس باید د هیواد د یوالي، حساب ورکړې او شفافیت د بیارغونې لپاره په اوږد مهاله اجندا کې سره برخه واخلي.

دا رپوټ چې افغان چارواکو یې د شمیرو او نظرونو شریکولو پرمټ په فعاله توګه په چمتو کولو کې برخه اخیستې، په دې اړه چې څه ډول اوس هیواد له فساد سره د مبارزې په برخه کې له فساد سره د تړلو سرغړونو د جرم ګڼلو په تړاو د ملګرو ملتونو د کنوانسیون مقررات په پام کې نیولي، جزییات وړاندې کوي.

دا رپوټ ګڼې سپارښتنې هم وړاندې کوي چې په ډاګه کوي د فساد په وړاندې مبارزه کې د حکومت روانې هڅې باید د ګڼو افغانانو په ژوند اوس هم اغیزناکې وي، که څه هم د ګڼو ترسره شوو حقوقي او پالیسي اصلاحاتو سره سره، فساد اوس هم د افغانستان د سولې او اوږدمهاله سوکالۍ په لاره کې یو اساسي خنډ دی.

د ملګرو ملتونو استازي وویل: " سره له دې چې افغانستان له فساد سره د مبارزې په برخه کې د پام وړ پرمختګونه لرلي، د هغو افغانانو چې د فساد له اغیزو زیان ویني د لمس وړ ګټو لپاره د تازه اصلاحاتو او قوانینو د جوړولو لپاره کارونه باید ترسره شي. " نوموړي زیاته کړه: " موږ ډاډه یو چې زموږ سپارښتنې په ښه توګه منل کیږي او له افغانستان سره له فساد سره د مبارزې د اجندا په اصلاح کې به مرسته وکړي. "

بشپر رپوټ د یوناما په ویبسایټ کې د لاسرسي وړ دی: https://unama.unmissions.org/corruption

سرچېنه: یوناما

S5 Box