میک په مطبوعاتو کې
  • Register

د اداري فسار پر ضد د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډه کمېټه: د پوهنیز سکتور په برخه کې د ١١٣ سپارښتنو له ډلې یوازې ١٦ عملي شوې دي

ny timesد چنګاښ ۵، ۱۳۹۷: د عملي شوو سپارښتنو ډېره برخه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون له لوري د ښوونکو د ګومارنې په بهیر پورې اړه لري او لږ شمېر یې په مستقیمه توګه د پوهنې وزارت عملي کړې دي

کابل – د اداري فساد پر ضد د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکه ګډه کمېټه وايي چې د پوهنیز سکتور په برخه کې د ١١٣ سپارښتنو له ډلې ١٦ يې بشپړې عملي شوې دي.

دغه مطلب د دې کمېټې له خوا د پوهنې سکتور د درې مياشتني څارنيز راپور په ترڅ کې په ډاګه شوى دى.

د يادې کمېټې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اداري فساد پر ضد د مبارزې د څارنې او ارزونې کمېټې د ١٣٩٦ کال د لړم د مياشتې په څلورمه “د پوهنې وزارت په کچه د اداري فساد په وړاندې د زيان مننو ارزونه” خپره کړله او په کې يې د پوهنې سکتور هغه بېلابېلې برخې په ګوته کړلې چې د اداري فساد په وړاندې زيان منونکې دي او په ياد سکتور کې د اړينو اصلاحاتو په موخه يې ٦٦ سپارښتنې وکړلې. د سپارښتنو شمېر وروسته بيا ١١٣ ځانګړو سپارښتنو ته ورسېد. اوسنى راپور د يادو سپارښتنو د پلي کېدو د لړۍ په تړاو لومړنى درې مياشتنى څارنيز راپور دى.

سرچينه زیاتوي، د څارنې په لومړنيو درې مياشتو کې د ١١٣ سپارښتنو له ډلې ١٦ هغه بشپړې پلې شوې دي، چې زياتره يې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسيون له لوري د ښوونکو ګومارنې بهير پورې تړاو لري او لږ شمېر يې په مستقيمه توګه د پوهنې وزارت د کړنو په تړاو دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، پلي شوې سپارښتنې په عمده ډول د ښوونکو ګومارنې په پروسه کې د روڼتيا په اړه دي چې د وېبپاڼې له لارې د بستونو اعلانول، په انلاين بڼه د دندو غوښتنليکونه ترلاسه کول، د ګومارنې پروسې ډيجيټلي کول او د متقاضيانو او شارټ لېست شوو نوماندانو نوملړ اعلانول په کې شامل وو.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، سربېره پردې د لومړي څارنيز راپور په موده کې ١٢ بېلا بېلې سپارښتنې تر ٥٠ سلنې پلي شوي، پنځه سپارښتنې تر ٢٥ سلنې پلي شوي او د ٣٨ سپارښتنو په اړه کار او يا مطالعه پيل شوې ده. په همدې حال کې ٣١ سپارښتنې د تعليق په حال کې دي او د پاتې ١٣ سپارښتنو په اړه هېڅ ګام نه دى ليدل شوى.

سرچېنه: ویسا ورځپاڼه

S5 Box