میک په مطبوعاتو کې
  • Register

جمهوررئیس غني: د فساد پر ضد مبارزې او اصلاحاتو لپاره سیاسي اراده موجوده ده

october 25د لړم ۳، ۱۳۹۶:د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د قانون حاکمیت او اداري فساد سره د مبارزې عالي شورا غونډه نن غرمه په ارګ کې جوړه شوه.

دغه غونډه چې د میک یا د څارنې او ارزونې کمېټې راپور د اورېدو په موخه جوړه شوې وه په کې د یادې کمېټې مسوولینو د پوهنې وزارت د کړنو په اړه خپل راپور وړاندې کړ.

په دې راپور کې د څارنې او ارزونې کمېټې د نهو میاشتو په موده کې په کابل او ۹ نورو ولایتونو لکه بدخشان، بلخ، فاریاب، غزني، هرات، خوست، بامیان، پنجشیر او ننګرهار کې له ۵۴۲ کسانو سره فردي او ۱۶۰ ګروپي مرکې شاملې دي. په دې راپور کې ۱۳۸ ښوونځي هم تر پوښښ لاندې راغلي دي.

دغه راز یادې کمېټې د پوهنې وزارت د جوړښت، تعلیمي نصاب، د څېړنې سیستم، تفتیش، د مدیریت سیستم او د ښوونکو د استخدام په اړه خپلې موندنې، غونډې ته وړاندې کړې.

په همدې ترتیب د یادې کمېټې مسوولینو د پوهنې وزارت په جوړښت کې د اصلاحاتو او ښه والي په موخه ۶۶ سپارښتنې شریکې کړې.

وروسته له فساد سره د مبارزې عالې ادارې عمومي رئیس سیدحسین فخري په پوهنې وزارت کې د رشتې خلاف کسانو د استخدام، د پوهنې د اتشو او د مالي او بشري سرچېنو په ریاست کې د ستونزو په اړه د خپلې ادارې د ارزونو د پایلو راپور غونډې ته وړاندې کړ.

په دې غونډه کې د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رئیس احمدنادر نادري، د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې عمومي رئیس عبدالمتین بیګ، د جمهوررئیس سترې سلاکارې شهرزاد اکبر، د اساسي قانون پر تطبیق د څار خپلواک کمېسیون رئیس محمدقاسم هاشمزي، د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو معین ډاکټر محمدابراهیم شینواري او د پوهنې وزارت د پالیسۍ او ارزیابۍ رئیس عبدالواسع ارین د څارنې او ارزونې کمېټې د راپور په اړه خپل لیدلوري وړاندې کړل.

وروسته د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي د یاد راپور په اړه خبرې وکړې او د دغه راپور د هرکلي ترڅنګ یې وویل، یاد راپور زمونږ د غوښتنې پر بنسټ ترسره شوی، ترڅو د دغه وزارت زیانمنونکي ځایونه په نښه شي.

نوموړي زیاته کړه، هغه سپارښتنې چې د پلې کېدو وړ دي د دغه وزارت په پالیسي کې یې په پام کې نیسو او ځینې سپارښتې غیر عملي معلومېږي.

د پوهنې وزیر وویل: مونږ باالمقطع ګومارنې کمې کړي او ټولې ګومارنې به ډېر ژر د اداري اصلاحاتو ادارې له لارې ترسره شي.

وروسته اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله د څارنې او ارزونې کمېټې څخه په مننې وویل، ستاسو وړاندېزونه موږ سره مرسته کوي چې د هېواد په تعلیمي نظام کې اصلاحات راوړو او د پوهنې سیستم اصلاح او فساد لمنځه یوسو.

هغه زیاته کړه، دغه راپور پوهنې وزارت کې د اصلاحاتو اوپرمختګ لپاره ښه بنسټ ږدي.

جمهوررئیس غني په دې اړه خبرې وکړې او له یاد راپور څخه په مننې او هرکلي وویل، حکومت د شفافیت او حساب ورکولو لپاره چمتو دی چې دغه ډول راپورونه په نورو بېلابېلو ادارو کې هم تنظیم شي.

جمهوررئیس زیاته کړه، په حکومت کې د فساد لمنځه وړلو لپاره بشپړه سیاسي اراده شته. په دې برخه کې زموږ سیاسي اراده روښانه او پرېکنده ده او د ټولو موندنو هرکلی کېږي، عملي دي او دعملي کېدو لپاره یې تعقیبي میکانېزمونو ته اړتیا ده.

محمد اشرف غني د دې ترڅنګ چې د اداري اصلاحاتو خپلواکې ادارې له لارې د ښوونکو پر ګومارنې ټینګار وکړ وې ویل، ټول ښوونکي به د احصائیې ادارې له خوا بایومتریک شي، ترڅو دقیق ارقام ولرو. هغه د ښوونکي او ښوونځي پر تثبیت ټینګار وکړ.

جمهوررئیس وویل، د بشري سرچینو عالي شورا کې د پوهنې وزارت پر ستونزو بحث کېږي چې عملي حل لارې ورته ولټول شي.

دغه راز جمهوررئیس غني وویل، عالي کمېټه به جوړه شي، ترڅو پر تعلیمي نصاب کار وکړي.

د غونډې په پای کې د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور د جزا څو کوډونه، چې په رسمي جریده کې د اوسني وضعیت او نوي جرمونو په اساس تعریف شوي او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس له توشیح وروسته چاپ شوي جمهوررئیس غني، اجرائیه رئیس، د سترې محکمې رئیس، لوی څارنوال او کورنیو چارو وزیر ته وړاندې کړل.

سرچېنه: د جمهوري ریاست دفتر

S5 Box