Flickr Twitter Facebook

د اداري فساد پروړاندې دمبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکه ګډه کمیټه

د اداري فساد پروړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکه ګډه کمیټه په افغانستان کې د فساد پروړاندې د ملي او نړیوالو ادارو کړنې په خپلواکه توګه څاري او ارزونه یې کوي. کمیټه خپل رپوټ د افغانستان ولسمشر، ملي شورا، خلکو او نړیوالې ټولنې ته وړاندې کوي. زموږ په اړه نور معلومات دلته وګورئ

د سلواغې ۱۴، ۱۳۹۵: د اداري فساد پر وړاندې د څارنې او ارزونې خپلواکې ګډې کمیټې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د اداري فساد په وړاندې د مبارزې پلان و ارزوه

رسنیزه اعلامیه

د تلې ۲۴، ۱۳۹۵: له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکې ګډې کمیټې درې کلن ستراتیژیک پلان

درې کلن ستراتیژیک پلان

تله ، ۱۳۹۵ لمریز کال: دبدخشان ولایت د لوړپوړو چارواکو ګمارنه


له دې ځایه رپوټ ښکته کړئ

د سلواغې ۱۴، ۱۳۹۵: د څارنې او ارزونې خپلواکې - ګډې کمیټې د افغانستان د عامې روغتیا په وزارت کې د اداري فساد پر وړاندې د زیانمننۍ د ځانکړي رپوټ د وړاندیزونو د تعقیب او څارلو دوهم ربعوار رپوټ خپور کړ

رسنیزه اعلامیه

بشپړ رپوټ

د تلې ۱۱، ۱۳۹۵: له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکې ګډې کمیټې د کابلبانک د رسوایۍ په اړه نوي مالومات خپاره کړل

رسنیزه اعلامیه

بشپړ رپوټ

Back to Top

زموږ په اړه

کړندود

د اداري فساد پروړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې د خپلواکې او ګډې کمیټې کړندود لاندې کړنې رانغاړي
د فساد پروړاندې د سپارښتنو او بنچمارکونو جوړول-
د فساد پروړاندې د کورنیو او نړیوالو ادارو د کړنو څارنه او ارزونه-
د افغانستان و لسمشر، ملي شورا، خلکو او نړیوالې ټولنې ته رپوټ ورکونه-

د اداری فساد پروړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکه او ګډه کمیټه په بشپړ ډول د افغانستان د حکومتي او هم نړیوالو ادارو څخه خپلواکه ده. دغه خپلواکي کمیټې ته موکه ورکوي چې خپلې کړنې رڼې او پرته له کومې لاس وهنې سرته ورسوي. کمیټه په هرو شپږو میاشتو کې د ټاکل شویو سپارښتنو او بنچمارکونو د پلي کیدو د ارزونې په اړه د رسنیو له لارې د افغانستان ولسمشر، ملي شورا، خلکو او نړیوالې ټولنې ته رپوټ ورکوي
د اداری فساد پروړاندې دمبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکه او ګډه کمیټه وروسته له دې چې د لندن او کابل په نړیوالو کنفرانسونو کې په افغانستان کی د اداري فساد پروړاندې د کړنو خپلواکې څارنې او ارزونې ته اړتیا ولیدل شوه، د ولسمشر د (۶۱) ګڼه فرمان په پایله کې رامنځته شویده. د لندن د نړیوال کنفرانس په ترڅ کې د افغانستان حکومت د نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه ترڅو د فساد پروړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې یوه افغانۍ – نړیواله کمیټه جوړه کړي، چې دغه غوښتنه د نړیوالې ټولنې له خوا ومنل شوه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ۱۳۹۵ کال د تلې د میاشتې په ۲۸ نیټه ۱۱۵ ګڼه فرمان (۱۱۵ ګڼه فرمان) (د میک له لوري د ۱۱۵ ګڼه فرمان پښتو ژباړه) د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکه ګډې کمیټې د حقوقي شخصیت، دندو، فعالیت ډولونو او صلاحیتونو د بدلون په اړه صادر کړ. ددغه فرمان په نافذیدو په دې برخه کې ټول پخواني فرمانونه لغوه دي.

کمیټه

کمیټه د فساد پروړاندې د شپږو غښتلو متخصصینو څخه جوړه شوې چې د غړو ټاکل یې دیوې پروسې له لارې چې د نړیوالې ټولنې او د افغانستان د حکومت له لارې سرته رسیږي، ټاکل کیږي. د کمیټې مشري په هرو شپږو میاشتو کې د افغاني او نړیوالو غړو ترمنځ دوران پیدا کوي

د کمیټې اوسني غړي

thumbnail

محترم ډاکتر یما ترابی (افغانستان) د کمیټې اوسنی مشر، د روڼتیا د څار ادارې بنسټ ایښودونکی او د بورډ غړی

thumbnail

اغلې هلینار ملکیار (افغانستان) د سیاسي چارو شنونکې او د افغانستان تاریخ پوهه

thumbnail

محترم جاوید نوراني (افغانستان) د روڼتیا او حساب ورکولو په برخه کې د مدني ټولنې یو مخکښ فعال

thumbnail

شوکت حسن (بنګله دیش/کاناډا) په افغانستان کې د امریکا متحده ایالتونو د پراختیايي ادارې د اداري فساد سره د مبارزې د برخې پخوانی مشر

thumbnail

ډاکتر مارک پیمان (بریټانیا) د نړیوال روڼتیا د امنیتي او دفاعي پروګرام رییس

thumbnail

ډاکټره سلاګجانا تسیوا (د مقدونیې جمهوریت) په مقدونیه کې د نړیوال روڼتیا بنسټ ایښودونکې او مشره

سکرتریت

د اداري فساد پروړاندې د څارنې او ارزونې خپلواکه او ګډه کمیټه د یو تخنیکي سکرتریت په واسطه حمایه کیږي چی د کورنیو او نړیوالو کارکونکو څخه جوړ شوی. د کمیټی د سکرتریت مشرۍ د یو اجرایوی رئیس په غاړه ده او پنځه څانګی لري: څارنه او ارزونه، څیړنه، د اداري فساد په وړاندې د زیانمننی ارزونه، اړیکې او رپوټ ورکونه، او اداري څانګه.

زموږ کړنې

د سپارښتنو او بنچمارکونو جوړول

د اداری فساد پروړاندې د څارنې او ارزونې خپلواکې او ګډې کمیټی تر اوسه پوری د ۱۰۰ څخه پورته سپارښتنی او بنچمارکونه د حکومتدارۍ، د فساد څخه د مخنیوی، او هم د قانون د پلی کیدو په برخو کی وړاندی کړی چی کورنی او نړیوالی اداری تر اغیز لاندی راولی. د کمیټی سپارښتنی ټولی هغه تشی چی د کورنیو او نړیوالو ادارو د فساد پروړاندی د کړنو په کړنلارو کی شتون لری رانغاړی. د کمیټی وروستۍ ټولګه سپارښتنی په پام کی لری ترڅو د کومکونو اغیزمنتوب ډیر کړی، د بخښنی څخه مخنیوی وکړی، په ټاکنو کی روڼوالی رامنځته کړی، په بنسټیزو پروژو کی د فساد مخه ونیسی، او د ځمکو د لاندی کولو څخه مخنیوی وکړی

د سپارښتنو د پلي کیدو څخه څارنه او ارزونه

د اداری فساد پروړاندی د څارنی او ارزونی خپلواکه او ګډه کمیټه د خپلو وړاندی شوو سپارښتنو د پلی کیدو څخه څارنه او ارزونه کوی او د سپارښتنو د اغیزمن پلی کیدو څخه رپوټ ورکوی. د اداری فساد پروړاندی د څارنی او ارزونی د خپلواکی او ګډی کمیټی سکرتریت د پلی کوونکو ادارو سره نږدی څخه کار کوی ترڅو د سپارښتنو د پلی کیدلو څخه ډاډ ترلاسه او شته ستونزی په ګوته کړی. د کمیټی سکرتریت همدارنګه د مدنی ټولنو څخه هم معلومات راغونډوی ترڅو ډاډ ترلاسه کړی چی د کمیټی سپارښتنی دپلی شوی او کومی اغیزی یی درلودی

د کابل بانک د کړکیچ په اړه ټول اړخیزه پوښتنه

د اداری فساد پروړاندی د څارنی او ارزونی خپلواکی او ګډی کمیټی د ۱۳۹۱ کال د لړم په میاشت کی د کابل بانک د کړکیچ په اړه یوه ټول اړخیزه پوښتنه چی په هغی کی د کره اسنادو او یو لړ مرکو څخه ګټه پورته شوی وه، بشپړه کړه. نوموړی ټول اړخیزه پوښتنه ۴۸ سپارښتنی په ځان کی رانغاړی چی مختلفو حکومتی ادارو ته متوجه دی او د کابل بانک د کړکیچ اړوند مهمو موضوعګانو ته رسیدنه، او هم د افغانستان په اداری تشکیلاتو او هم قضایی ادارو کی د شته تشو د ډکولو لپاره وړاندی شویدی. د اداری فساد پروړاندی د څارنی او ارزونی خپلواکه او ګډه کمیټه به د خپلو څارنی او ارزونی کړنو ته ادامه ورکړی ترڅو دا ډاډ ترلاسه شی چی ټولو د پام وړ ستونزی له منځه لاړی شی

د اداري فساد پروړاندې د زیانمننې ارزونې

د اداری فساد پروړاندی د زیانمننی اروزنی د حکومتی ادارو په پروسو کی د زیانمنیی کچی په ډاګه کوی او د تګلارو په جوړولو کی مرسته کوی ترڅو په ډاګه شوی ستونزی له منځه یووړل شی. د اداری فساد پر وړاندی د څارنی او ارزونی خپلواکی ګډی کمیټی، کډوالو او بیا راستنیدونکو ته د ځمکی د ویش، د ملکی کارکوونکو د لومړیو او دوهمو بستونو د ګمارنی، او تقاعد ته د سوق د پروسی په ګډون په مختلفو دولتی ادارو کی د اداری فساد پر وړاندی د مهمو زیانمننو د پیژندنۍ پنځه رپوټونه خپاره کړل

سلاورکونه او پوهاوی

د اداری فساد پروړاندی د څارنی او ارزونی خپلواکه او ګډه کمیټه په افغانستان کی د فساد پروړاندی د کړنو د یو بنسټیز همغږی کوونکی او د فساد پروړاندی د اسانتیاو برابرونکی په توګه کار کوی. د اداری فساد پروړاندی د څارنی او ارزونی خپلواکی او ګډی کمیټی د برخه لرونکو (همکارانو) کاری ډلی جوړی کړی ترڅو د فساد پیښی په ګوته او اړینی د حل لاری ورته ولټول شی. تراوسه پوری د اداری فساد پروړاندی د څارنی او ارزونی خپلواکی او ګډی کمیټی د ۱۰۰ څخه ډیرو کسانو د ۱۰۰ څخه په ډیرو حکومتی ادارو، او مدنی ټولنو کی، او هم د نړیوالی ټولنی د ادارو سره ناستی لرلی دی. همدارنګه د اداری فساد پروړاندی د څارنی او ارزونی خپلواکه او ګډه کمیټه ولایاتو ته سفرونه کوی ترڅو په ولایتی کچه د فساد په اړه معلومات ترلاسه کړی، تر اوسه پوری د پروان، ننګرهار، بلخ او هرات ولایاتو ته یی سفرونه لرلی دی

Back to Top

خبرونه، رسنیزې خپرونې، او راتلونکې پیښې

د اداري فساد پروړاندې د څارنې او ارزونې خپلواکه او ګډه کمیټه په خبرونو کې

د ۱۳۹۴ کال د مرغومې ۲۷ طلوع نیوز :له اداري فساد سره د مبارزې د څرګند پروګرام د نشتوالي له امله له حکومته نیوکه . بشپړ رپوټ
د ۱۳۹۴ کال د لړم ۲۵ طلوع نیوز :ولسمشرۍ ماڼۍ:فیروزي د پور د ورکړې سربېره باید دخپل بند موده هم ټېره کړي . بشپړ رپوټ
د ۱۳۹۴ کال د لړم ۱۶ طلوع نیوز :محور: د کابل بانک د پوروړو پانګونه په اقتصادي پروژو کې . بشپړ رپوټ
د ۱۳۹۴ کال د لړم ۱۴ طلوع نیوز :کارپوهان: د کابل بانک د مجرم ازادۍ د قضاییه قوي خپلواکي د پوښتنې لاندې یوړه . بشپړ رپوټ
د ۱۳۹۴ کال د وږي ۲۶ طلوع نیوز :د لوی څارنوال نه ټاکل کیدل په هیواد کې له فساد سره د مبارزې د کمزورتیا لامل . بشپړ رپوټ
د ۱۳۹۴ کال د وږي ۲۴ طلوع نیوز :د کابل دوه تنه پخواني ښاروالان لویې څارنوالۍ ته ور احضار شول . بشپړ رپوټ
د ۱۳۹۴ کال د زمري ۳۱ طلوع نیوز :په اماراتو کې د یوې مېشتې ایرانۍ له خوا د افغاني پاسپورټ اخیستل . بشپړ رپوټ
د ۱۳۹۴ کال د زمري ۲۱ طلوع نیوز :ګفتمان: له فساد سره دمبارزې لپاره د حکومت ژمنه . بشپړ رپوټ
د ۱۳۹۴ کال د زمري ۱۸ طلوع نیوز :کارپوهان: د ملي یوالي په حکومت کې اداري فساد زیاتوالی موندلی دی . بشپړ رپوټ
د ۱۳۹۴ کال د غوايي ۶ طلوع نیوز :کارپوهان: د ملي یوالي حکومت له اداري فساد سره د مبارزې لپاره هیڅ څرګنده تګلاره نه لري . بشپړ رپوټ
د ۱۳۹۳ کال د وري ۲۸ بي بي سي: فساد د افغانانو د ژوند په هر اړخ اغیز کړی . بشپړ رپوټ
د ۱۳۹۳ کال د وري ۲۸ ازادۍ راډیو: ترابي: په وروستیو۶میاشتو کې د فساد پر ضد لازمه مبارزه نه ده شوې . بشپړ رپوټ
د ۱۳۹۳ کال د سلواغې ۸ ازادۍ راډیو: په ځینو حکومتی ادارو کی د اداری فساد د شتون په اړه اندیښنې . بشپړ رپوټ
د ۱۳۹۳ کال د سلواغې ۸ شمشاد تلویزیون: ځینی اداری پر فساد ککړی بولي . بشپړ رپوټ

رسنیزې اعلامیې

د ۱۳۹۵ کال د تلې ۷ د دوه اړخیزه حساب ورکونې د چوکاټ له لارې د خپل ځاني اعتماد په وړاندې شویو ژمنو کې د اداري فساد په وړاندې د مبارزې اړوند مبارزو د کمښت په اړه اندیښنې . مطبوعاتي اعلامیه
د ۱۳۹۵ کال د وږي ۱۷ د نفتي توکو او اوبلنو ګازو د واردولو او ویش په بهیر کې د اداري فساد د زیانمننو ارزونه . مطبوعاتي اعلامیه
د ۱۳۹۵ کال د چنګاښ ۲۱ د ښاروالیو د عوایدو ټولولو په اړه د اداري فساد د زیانمننو ارزونه . مطبوعاتي اعلامیه
د ۱۳۹۵ کال د چنګاښ ۱۸ د عامې روغتیا په وزارت کې د اداري فساد د زیانمننو ځانګړی رپوټ . مطبوعاتي اعلامیه
د ۱۳۹۵ کال د چنګاښ ۱۲ له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکه ګډه کمیټه په دې وروستیو د ملي یوالي حکومت له لورې عدلي دستګاه ته د اداري فساد اړوند د ۴۵۰ حکومتي چارواکو د قضیو له استولو هرکلی کوي . مطبوعاتي اعلامیه
د ۱۳۹۴ کال د سلواغي ۷ د کلنۍ مشاهدو د ارزونې شاخص . مطبوعاتي اعلامیه
د ۱۳۹۴ کال د لیندۍ ۱۸ د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په ویاړ د دوو جوړو شویو غونډو او د ګټو د ټکر . مطبوعاتي اعلامیه
د ۱۳۹۴ کال د لړم ۱۶ د بهرنیو مرستو د پروګرامونو ارزونه . مطبوعاتي اعلامیه
د ۱۳۹۴ کال د تلې ۲۹ د بریښنايي پیژند پاڼو په ادارې کې د زیانمننو ارزونه . مطبوعاتي اعلامیه
د ۱۳۹۴ کال د زمري ۲۰ د وثیقو د ثبت په اړه د ادري فساد د زیانمننو ارزونه . مطبوعاتي اعلامیه
د ۱۳۹۴ کال د چنګاښ ۳۱ په پوهنې وزارت کې د ښوونکو د ګمارنې په اړه د اداري فساد د زیانمننې ارزونه . مطبوعاتي اعلامیه
د ۱۳۹۳ کال د لړم ۲۸ د ملګرو ملتونو له اداري فساد سره د مبارزې د کنوانسیون پر بنسټ د حکومت خپلې ارزونې لپاره سپارښتنې . مطبوعاتي اعلامیه
د ۱۳۹۳ کال د غبرګولي ۲۰ د افغانستان په ګمرکونو کې فساد | مطبوعاتي اعلامیه| مالومات | سپارښتنې
د ۱۳۹۳ کال د غبرګولي ۱۳ د پیسو مینځلو قانون په اړه اعلامیه | مطبوعاتي اعلامیه| مالومات | ولسي جرګې ته لیک
د ۱۳۹۳ کال د غبرګولي ۱۱ د پلټنې د سترې ادارې په اړه رسنیزه اعلامیه | مطبوعاتي اعلامیه| مالومات | سپارښتنې
د ۱۳۹۳ کال د غوايي ۱۶ د افغانستان د مخابراتي خدمتونو په تنظیمونکې ادارې او سرې میاشتې کې د شته ستونزو په اړه رسینزه اعلامیه | مطبوعاتي اعلامیه| مالومات | د مخابراتي خدمتونو تنظیمونکې ادارې ته سپارښتنې | د سرې میاشتې ټولنې ته سپارښتنې
د ۱۳۹۳ کال د وري ۲۷ د پنځم شپږ میاشتني رپوټ په اړه رسنیزه اعلامیه | مطبوعاتي اعلامیه| مالومات
د ۱۳۹۲ کال د کب ۶ د شتمنیو د ثبت او سپینولو د نه اغیزمنتیا په اړه رسنیزه اعلامیه | مطبوعاتي اعلامیه| مالومات | سپارښتنې او بنچمارکونه
د ۱۳۹۲ کال د سلواغې ۲۱ د څارنوالانو په ګمارنه کې د قانون د نه په پام کې نیولو په اړه رسنیزه اعلامیه | مطبوعاتي اعلامیه| مالومات | سپارښتنې
د ۱۳۹۲ کال د سلواغې ۷ د اداري فساد پر وړاندې د زیانمننې د ارزونې په اړه رسنیزه اعلامیه | مطبوعاتي اعلامیه| مالومات
د ۱۳۹۲ کال د مرغومي ۲۱ د آیسا موسسې د حقوقي پیژندنې د ناڅرګندوالي په اړه رسنیزه اعلامیه | مطبوعاتي اعلامیه| مالومات
د ۱۳۹۲ کال د لیندۍ ۱۸ له داری فساد سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په اړه رسنیزه اعلامی
د ۱۳۹۲ کال د لیندۍ ۱۳ د فاسدترینو هیوادونو په لړلیک کې د افغانستان د ځای په اړه رسنیزه اعلامیه
د ۱۳۹۲ کال د لړم ۱۳ دټاکنیزو منډوترړو د تمویل په اړه رسنیزه اعلامیه | مطبوعاتي اعلامیه| مالومات | سپارښتنې
د ۱۳۹۲ کال د لړم ۱۳ د کانونو د قانون د مسودې په اړه رسنیزه اعلامیه | مطبوعاتي اعلامیه| مالومات | ملي شورا ته د کمیټې مکتوب | سپارښتنې
د ۱۳۹۲ کال د تلې ۶ د څلورم شپږ میاشتنې رپوټ په اړه رسنیزه اعلامیه | مطبوعاتي اعلامیه| مالومات
د ۱۳۹۲ کال د وري ۱۱مه نیټه
خبري خپرونه: د ولسمشر د ۴۵می ګڼې فرمان د پلي کیدو د ارزونې رپوټ، ښکته کړئ
د ۱۳۹۲ کال د وري د میاشتې ۴مه نیټه
رسنیزی سلاوې: د دریم شپږ میاشتني رپوټ او پنځمې ټولګې سپارښتنو او بنچمارکونو د خپرولو په اړه رسنیز کنفرانس، ښکته کړئ
شالید او لنډیز: دریم شپږ میاشتینی رپوټ او پنځمه ټولګه سپارښتنې او بنچمارکونه، ښکته کړئ
خبري خپرونه: دریم شپږ میاشتینی رپوټ، ښکته کړئ
خبري خپرونه: پنځمه ټولګه سپارښتنې او بنچمارکونه، ښکته کړئ
د ۱۳۹۱ کال د لیندۍ د میاشتی ۸مه
رسنیزی سلاوی: د کابل بانک د کړکیچ رپوټ، ښکته کړۍ

راتلونکې پیښې

د غبرګولي میاشت ۱۳۹۴ لمریز کال
په افغانستان کې د اداري فساد پروړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکې ګډې کمیټې شپاړسم کاري ماموریت

خپرونې

کابل بانک
د مالیی وزارت وړاندیز وکړ ترڅو د اداری فساد پروړاندی د څارنی او ارزونی خپلواکه او ګډه کمیټه د کابل بانک د درغلیو په اړه یوه ټول اړخیزه پوښتنه په لاره واچوی. دغه رپوټ د ټول اړخیزی پوښتنی پایلی ښکاره کوی
د ۱۳۹۱ کال د لړم د میاشتی ۲۵مه: د کابل بانک د کړکیچ رپوټ، ښکته کړۍ

د ولسمشر د ۴۵می ګڼی فرمان د پلی کیدو څخه د څارنی او ارزونی رپوټ
د ولسمشر د ۴۵می ګڼی فرمان د فساد پروړاندی د اړوندو ۳۸ مادو د پلی کیدو په اړه لمړنی د څارنی او ارزونی رپوټ
د ۱۳۹۲ کال د وری د میاشتی ۴مه نیټه: د ولسمشر د ۴۵می ګڼی فرمان د مادو د پلی کیدو د څارنی او ارزونی رپوټ، ښکته کړۍ

د اداری فساد پروړاندی د څارنی او ارزونی د خپلواکی او ګډی کمیټی د شپږو میاشتو د کړنو رپوټ
د ۱۳۹۶ کال د وري د میاشتې ۹ - (د ۱۳۹۵ کال د چنګاښ د میاشتې ۱۰ - د ۱۳۹۵ د مرغومي ۱۰ ) یولسم شپږمیاشتنی رپوټ
د ۱۳۹۵ کال د تلې د میاشتې ۲۴ - (د ۱۳۹۴ کال د سلواغې د میاشتې ۱۰ - د ۱۳۹۵ د زمري ۱۰ ) لسم شپږمیاشتنی رپوټ
د ۱۳۹۴ کال د کب د میاشتې ۲۶ - (د ۱۳۹۴ کال د چنګاښ د میاشتې ۱۰ - د ۱۳۹۴ د مرغومي ۱۰ ) نهم شپږمیاشتنی رپوټ
د ۱۳۹۳ کال دوږي د میاشتې ۲۲ - (د ۱۳۹۳ کال د مرغومي د میاشتې ۱۱ - د ۱۳۹۴ د چنګاښ ۹ ) اتم شپږمیاشتنی رپوټ
د ۱۳۹۳ کال د کب د میاشتې ۱۳ - (د ۱۳۹۳ کال د چنګاښ د میاشتې ۱۰ - د ۱۳۹۳ د مرغومي ۱۰) اووم شپږمیاشتنی رپوټ
د ۱۳۹۲ کال د دمرغومې د میاشتې ۱۱ - (د ۱۳۹۳ کال د چنګاښ د میاشتې ۶ ۱۶- د ۱۳۹۳ د وږی ۶) شپږم شپږمیاشتنی رپوټ
د ۱۳۹۴ کال د غوایي د میاشتې ۲۷ (چنګاښ ۱۳۹۲- لیندۍ۱۳۹۲) پنځم شپږ میاشتینی رپوټ، ښکته کړۍ
د ۱۳۹۲ کال د تلي ۶ : څلورم شپږ میاشتنی رپوټ (سلواغه ۱۳۹۱- چنګاښ ۱۳۹۲) څلورم شپږ میاشتینی رپوټ، ښکته کړۍ
د ۱۳۹۲ کال د وري ۴ : دریم شپږ میاشتنی رپوټ (لړم ۱۳۹۱- لیندۍ ۱۳۹۱) دریم شپږ میاشتینی رپوټ، ښکته کړۍ

د سپارښتنو او بنچمارکونو ټولګي
د ۱۳۹۵ کال د چنګاښ د میاشتې ۱۰ د څارنې او ارزونې جدول
د ۱۳۹۲ کال د وری د میاشتی ۴مه نیټه: د سپارښتنو او بنچمارکونو پنځمه ټولګه، ښکته کړۍ

د اداری فساد پر وړاندی د زیانمننۍ د ارزونې رپوټونه
د ۱۳۹۵ کال د تلې ۱۷ د نفتي توکو او اوبلنو ګازو د واردولو په بهیر کې داداري فساد د زیانمننې ارزونه . بشپړ رپوټ
د ۱۳۹۵ کال د چنګاښ ۲۱ د ښاروالیو د عوایدو راټولولو په اړه د زیانمننې ارزونه . بشپړ رپوټ
د ۱۳۹۵ کال د غبرګولي ۲۵ ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې ته د افغانستان د هوایی حریم د مسوولیت سپارل . بشپړ رپوټ
د ۱۳۹۵ کال د غبرګولي ۱۸ د عامې روغتیا په وزارت کې د د اداري فساد د زیانمننو ځانګړی رپوت . بشپړ رپوټ

دتلې ۲۹، ۱۳۹۴: د کورنیو چارو وزارت د بریښنايي پیژند پاڼو ادارې، د اداري فساد د زیانمننو ارزونه (VCA)

د زمري ۳۱، ۱۳۹۴: د وثیقو راجستر په اړه د اداري فساد د زیانمننو ارزونه (VCA)

(VCA)دغوایي ۶، ۱۳۹۴: د اداري فساد اړوند قضیو د تعقیب په اړه د اداري فساد د زیانمننو ارزونه

دلړم ۲۸، ۱۳۹۳: د اداري فساد پر وړاندې د درملو د واردولو پروسې د زیانمننو ارزونه (VCA)

د سلواغی اومه ۱۳۹۲ لمریز کال
د اداری فساد پر وړاندی کډوالو او راستنیدونکو ته د ځمکی د ویش د پروسی د زیانمننۍ د کچی د ارزونۍ رپوټ د رپوټ لنډیز بشپړ رپوټ
د اداری فساد پر وړاندی تقاعد ته د سوق او متقاعدینو ته د حقوقو د ورکولو د پروسی د زیانمننۍ د کچی د ارزونۍ رپوټ د رپوټ لنډیز بشپړ رپوټ
د اداری فساد پر وړاندی د ملکی کارکوونکو د ګمارنۍ د پروسی د زیانمننۍ د کچی د ارزونۍ رپوټ د رپوټ لنډیز بشپړ رپوټ
د اداری فساد پر وړاندی د دیپلوم د ویش د پروسی د زیانمننۍ د کچی د ارزونۍ رپوټ د رپوټ لنډیز بشپړ رپوټ
د اداری فساد پر وړاندی د پوهنتونونو د داخلی آزموینو د پروسی د زیانمننۍ د کچی د ارزونۍ رپوټ د رپوټ لنډیز بشپړ رپوټ

د اداری فساد پروړاندی د څارنی او ارزونی د خپلواکی او ګډی کمیټی سره په اړیکه کی شۍ

د فساد پروړاندی د کړنو د غښتلتیا لپاره سپارښتنه لرۍ؟
مونږ پری خبر کړۍ

ځمونږ سره اړیکه ونیسۍ

د اداری فساد پروړاندی د څارنی او ارزونی خپلواکه او ګډه کمیټه
کابل، افغانستان

د اړیکی شمیره
۰۰۹۳۷۹۷۵۱۵۸۷۱
ایمیل
contact@mec.af

زموږ سره اوسئ

فیسبوک
ټویټر
فلکر

Back to Top