په دې غونډه کې لومړی د څارنې او ارزونې کمېټې مشر او غړو په نړیواله او ملي کچه د اداري فساد په وړاندې د مبارزې په برخه کې د مثبتو پرمختګونو یادونه وکړه، ورپسې د دولتي ادارو استازو په اړونده ادارو کې د مثبتو پرمختګونو بیلګې له ګډونوالو سره شریکې کړې. په دې غونډه کې همدارانګه په دې چې ادارې څه ډول د یوبل له بریالیو تجربو ګټه پورته کولای شي ترڅو د ګډو ستونزو په هواري کې ترې کار واخیستل شي، بحث وشو. دا غونډه له ګډون کوونکو سره مرسته کوي چې د اداري فساد له ستونزو یو روښانه تصویر ولري او د دغو ستونزو په له منځه وړلو کې خپلې هڅې او کړنې په لا همغږۍ ترسره کړي. د څارنې او ارزونې کمیټه په هرو دریو میاشتو کې یوځل په کابل کې له لوړپوړو چارواکو سره ورته ګډه غونډه جوړوي.

 

د مریم پوهنتون محصلینو سره د اداري فساد په وړاندې د مبارزې بحث، کابل
د څارنې او ارزونې کمیټې دیرشم ماموریت
د مولانا جلال الدین محمد بلخي پوهنتون محصلینو سره د اداري فساد په وړاندې د مبارزې بحث، مزار
په لویې څارنوالۍ کې د سپارښتنو د پلي کیدو د څرنګوالي په اړه د څارنې او ارزونې کمیټې مطبوعاتي کنفرانس
د نیمروز ولایت د مدني ټولنې فعالانو ته د عامه پوهاوي او وړتیا لوړونې پروګرام
په کانونو او پټرولیم وزارت کې د اداري فساد د زیان مننو د ارزونې راپور په اړه د څارنې او ارزونې کمیټې مطبوعاتي کنفرانس
د سمنګانو ولایت د مدني ټولنې فعالانو ته د عامه پوهاوي او وړتیا لوړونې پروګرام
previous arrow
next arrow
Slider

 

دارالانشأ

پروړاندې د څارنې او ارزونې خپلواکه او ګډه کمیټه د یو تخنیکي سکرتریت په واسطه حمایه کیږي چې د کورنیو او نړیوالو کارکونکو څخه جوړ شوی.


Read more…

 

د (MEC) کمېټې د غړو ژوند لیک

کمیټه د فساد پروړاندې د شپږو غښتلو متخصصینو څخه جوړه شوې چې د غړو ټاکل یې دیوې پروسې له لارې چې د نړیوالې ټولنې او د افغانستان د حکومت له لارې سرته رسیږي، ټاکل کیږي.


Read more…

 

زموږ په اړه

اداری فساد پروړاندې دمبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکه او ګډه کمیټه وروسته له دې چې د لندن او کابل په نړیوالو کنفرانسونو کې په افغانستان کی د اداري فساد پروړاندې د کړنو خپلواکې څارنې او ارزونې ته اړتیا ولیدل شوه، د ولسمشر د (۶۱) ګڼه فرمان په پایله کې رامنځته شویده.

Read more…

د نظارت او ارزونې راپورونه

1139

Total Recommendations

د وزارتونو راپور

له فساد سره د مبارزې خبرونه

له لوړپوړو دولتي چارواکو سره د څارنې او ارزونې کمېټې غونډه

په دې غونډه کې لومړی د څارنې او ارزونې کمېټې مشر او غړو په نړیواله او ملي کچه د اداري فساد په وړاندې د مبارزې په برخه کې د مثبتو پرمختګونو یادونه وکړه، ورپسې د دولتي ادارو استازو په اړونده ادارو کې د مثبتو پرمختګونو بیلګې له ګډونوالو سره شریکې کړې. په دې غونډه کې همدارانګه په دې چې ادارې څه ډول د یوبل له بریالیو تجربو ګټه پورته کولای شي ترڅو د ګډو ستونزو په هواري کې ترې کار …
Read More

رسنیزې اعلامیې

د عکسونو ګالري او فېسبوک

Facebook Pagelike Widget

وروستي پوسټونه او ګډونونه

دري میاشتني راپورونه

فرصتونه

اشتراک