له لوړپوړو دولتي چارواکو سره د څارنې او ارزونې کمېټې غونډه

په دې غونډه کې لومړی د څارنې او ارزونې کمېټې مشر او غړو په نړیواله او ملي کچه د اداري فساد په وړاندې د مبارزې په برخه کې د مثبتو پرمختګونو یادونه وکړه، ورپسې د دولتي ادارو استازو په اړونده ادارو کې د مثبتو پرمختګونو بیلګې له ګډونوالو سره شریکې کړې.
په دې غونډه کې همدارانګه په دې چې ادارې څه ډول د یوبل له بریالیو تجربو ګټه پورته کولای شي ترڅو د ګډو ستونزو په هواري کې ترې کار واخیستل شي، بحث وشو.
دا غونډه له ګډون کوونکو سره مرسته کوي چې د اداري فساد له ستونزو یو روښانه تصویر ولري او د دغو ستونزو په له منځه وړلو کې خپلې هڅې او کړنې په لا همغږۍ ترسره کړي.
د څارنې او ارزونې کمیټه په هرو دریو میاشتو کې یوځل په کابل کې له لوړپوړو چارواکو سره ورته ګډه غونډه جوړوي.

Posted in News.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *