د کمېټې غړي

کمیټه د فساد پروړاندې د شپږو غښتلو متخصصینو څخه جوړه شوې چې د غړو ټاکل یې دیوې پروسې له لارې چې د نړیوالې ټولنې او د افغانستان د حکومت له لارې سرته رسیږي، ټاکل کیږي. د کمیټې مشري په هرو شپږو میاشتو کې د افغاني او نړیوالو غړو ترمنځ دوران پیدا کوي

 

اغلې هیلینه ملکیار په افغانستان کې د دولت جوړونې او سیاسي پراختیا په برخه کې د څه دپاسه دوو لسیزو لپاره د یوې اکاډمیکې، علمي، کارپوه شخصیت او ګډونوالې په توګه کار کړی دی. په داسې حال کې چې د اغلې ملکیار علمي څیړنه  په افغانستان کې د دولت جوړونې او عصري کولو په محور باندې څرخي، خو د ۱۳۸۰ کال راهیسې نوموړې په بیلابیلو برخو لکه د مرکزي حکومت سره د اړیکو د تامین، د سیمه ایزو ارګانونو د ظرفیت جوړونې او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP)، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) او د امریکا دمتحده ایالاتو نړیوالې پراختیایي ادارې (USAID) په ګډون له یو شمیر نړیوالو سازمانونو سره په بیلابیلو پروژو باندې کار کړی دی. د نوموړې د هغو علمي آثارو او لیکنو سربیره چې په نړیوالو علمي ژورنالونو کې خپرې شوي دي، په دې وروستیو کلونو کې اغلې ملکیار د یو شمیر خبري او رسنیزو ویب پاڼو په ګډون د الجزیرې، د اقتصادي مالوماتو واحد(EIU) او راډیو آزادۍ لپاره د افغانستان د روانو چارو په هکله تحلیلي مقالې لیکي. اغلې ملکیار خپل د دوکتورا چارې بشپړې کړې دي او د منځني ختیڅ په ژبو او ادبیاتو او اسلامي څیړنو کې یې خپله ماسټري د نیویارک پوهنتون څخه  اخیستې ده. او همدارنګه په یاده برخه کې یې په اریزونا پوهنتون کې د لیسانس تر کچې زدکړې کړې دي. نوموړې اوس مهال د کمیټې نوبتي مشره ده.