د هرات والي سید وحید قتالي وايي چې د دغه ولایت د ګمرک ۹۰ سلنه عواید د مافیا او زورواکو له خوا حیف و میل کېږي.

ښاغلی قتالي وایي چې دا مافیايي ډلې په کابل، هرات او د اسلام کلا په ګمرک کې فعال حضور لري او د ورځې په لسګونه مېلیونه افغانۍ د ګمرک عواید خپلو چېبونو ته اچوي.

د هرات والي سید وحید قتالي وايي:«لس سلنه سوداګریز توکي راځي او ۹۰ سلنه نور د مافیا په واک کې ورکول کېږي او له هرې درې مېلیون جوپې څخه پنځوس زره افغانۍ ورکول کېږي؛ له هرې جوپې چې درې مېلیونه مالیه دولت ته ورکړل شي، یوازې ۳۰ زره ورکول کېږي.»

په دې وروستیو کې په هرات کې د وارداتي توکو لسګونه لېږدونکي موټر د امنیتي ځواکونو له لوري ودرول شول چې د هرات د والي په وینا دغه ټول موټر له ګمرکي محصوله پرته تېر شوي وو او دا د دغه ولایت په ګمرک کې د فساد یوه بېلګه ده….نور یی ولوله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *